زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/12/07 - 04:59:0
زيارة: 211
مشاركة مع الـأصدقاء

د شاوخوا ۳۰ ډلو له لوري د طالبانو پر ضد یو نوی ايتلاف جوړ شو
 د شاوخوا ۳۰ ډلو له لوري د طالبانو پر ضد یو نوی ايتلاف جوړ شو

انصار: (د لیندۍ ۱۷ مه)، یو شمېر پخوانیو افغان مشرانو، چې له هیواده بهر اوسي، پرون (جمعه) په یوه انلاین یا مجازي غونډه کې د یوه نوي ايتلاف د جوړېدو اعلان وکړ.

پخواني قوماندانان، تنظیمي مشران او سیاستوال لکه عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني، عبدالحق شفق، صادق مدبر، سرور دانش، احمد مسعود، رحمت الله نبیل، عمر داوودزی او تادین خان د دغه نوي ایتلاف عمده مشران دي.

 د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي شورا په نوم د دې نوې ټلوالې هدف د هېواد د روان بحران حل او د طالبانو د واکمنۍ مخالفت بلل شوی دی.

دوی په خپله مجازي غونډه کې وویل چې په خپل منځ کې به هڅې همغږي کړي، افغانستان به له اوسني کړکېچ څخه راوباسي، او د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې به یو ګډ دریځ وړاندې کړي.

دوی په دې اړه چې په څه ډول به د طالبانو اوسنۍ واکمني وننګوي، څه نه دي ویلي. دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغو قوماندانانو او تنظیمي مشرانو اکثریت په ترکیه کې د افغانستان د مقاومت د عالي شورا په نوم یو تشکیل درلود.

خو د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي شورا وايي چې د دې نوي ایتلاف په جوړولو سره یې له ۲۰۲۱ څخه، چې طالبان بیا واک ته رسیدلي دي، د طالبانو د واکمنۍ په وړاندې تر ټولو مهم او پراخ ایتلاف رامنځته کړی دی.

د طالبانو افراطي او د ولس بېزاروونکو اقداماتو دې ډول ايتلافونو ته د پرمختګ لاره هواره کړې خو څرګنده نه ده چې کوم سیمه ییز او نړیوال قدرت به یې ترڅنګ ودریږي او که نه. د افغانستان د معادلو په بدلولو کې د بهرنیو هیوادونو رول ډېر اغېزمن بلل کېږي. په دې ائتلاف کې لسګونه وړې ډلې برخه لري.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34716






*
*

*



قرأ

حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي